Saturday, March 12, 2016

پښتو پۀ ګوګل کښې


د انسان پۀ غټو ايجادونو کښې د ټولو نه غټ ايجاد “ژبه” ده، نورو مخلوقاتو باندې چې څۀ تېريږي نو هغه تجربات، مشکلات او مشاهدات خپلو نسلونو ته نۀ منتقل کوي خو دا يو انسان دے چې خپلې ټولې ستړې خپلو نسلونو ته منتقل کوي او دغه شان هغه نسل د مخکښې نسلونو تجرباتو نه زده کړه کوي او هم پۀ دغه وخت دا خپلو راروانو نسلونو ته خپل مشاهدات د علم  پۀ صورت کښې پرېږدي ـ چې څومره وخت تېريږي نو د دغه ژبې لفظونو کښې وده کيږي او دغه شان د ارتقاء نه انسان تېريږي او پۀ ترقۍ ځي ـ



ژبه چې يو اړخ ته د رابطې ذريعه ده نو بل اړخ ته د علم او پوهې ذريعه هم ده ـ چې څنګه پۀ دنيا مېشته قامونه ډېر دي نو دغه شان ژبې هم ډېرې دي، نو پخوا چې به پۀ يو قام باندې  کومې سختې تېرې شوې وې نو هغه به نورو قامونو سره شريکول ګرانه وه ځکه چې د هغو قامونو ژبه به بدله وه ـ

دغسې د دنيا پۀ ټولو ژبو کښې مختلف علم هم پروت دے، دغه علم يو بل سره شريکول ګرانه وه خو دا نن سبا د ګوګل پۀ ذريعه  ډېره اسانه شوه ـــــــ

هغه څنګه؟

د ټولو نه وړومبے لږ پۀ ګوګل رڼا اچوو ـ  ګوګل د امريکې يوه کمپني ده چې د انټرنيټ پۀ مد کښې خپل خدمات ورکوي ـ  ګوګل پۀ کال ۱۹۹۸م کښې د امريکې پۀ کيليفورنيا کښې دوه ټولګیمل )کلاس فېلوز( لارے پيج او سېرګے برېن د ګاډو يو ګېراج کښې شروع کړے ؤ او نن سبا د دنيا غټو کمپنيانو کښې دغه کمپني يوه ده ـ  ګوګل چې يو اړخ ته پۀ انټرنېټ د لټون اسانتیا ورکوي نو بل اړخ ته د دې نورې هم بلها اسانتیاوې دي ـ  پۀ  دې اسانتیاو کښې يو ګوګل ټرانسلېشن يعني د ژباړې اسانتیا هم ده ـ  

ګوګل  کښې دپښتو API (Application Program Interface) لپاره مونږ پۀ ۲۰۱۱ کښې يو وړانديز مخکښې کړے ؤ چې  هغه څۀ موده پس قبول شوے وو او دغه شان Google Translate Community  کښې پښتنو ځوانانو خپل کار شروع کړو ، Google Translate Community کښې د پښتو نه انګرېزۍ او د انګرېزۍ نۀ پښتو ته د لفظونه او جملې ژباړې شروع شوې ـ  دغه شان د  تېرې فرورۍ مياشت پۀ ۱۸م نېټه ګوګل
خپل ۴۱ سټيج کښې د  پښتو سهولت خلاص کړو ـ  پښتو د نړۍ ۱۰۳ هغه ژبو کښې راغله کومې چې پۀ ګوګل ټرانسلېشن کښې دي  او دغه شان پۀ دنيا کښې ۶۰ ملين پښتانۀ اوس دغه ۱۰۳ ژبو کښې پروت علم پۀ پښتو کښې لوستلے شي ـ  ګوګل کښې تشې جملې نۀ ژباړلې کيږي بلکې د دغه ۱۰۳ ژبو ويب سائټ هم پۀ پښتو کښې لوستے شي او دې سره سره  د پښتو ژبې ليک د غې ژبو کښې ژباړلے کېدے شي ـ  

خو دې سره سره اوس هم ګوګل کښې ډېر کار پکار دے ځکه چې د ډېرو لفظونو او  ګرائمر غلطيانې شتون لري ـ  ټولو ليکوالانو ته خواست دے چې دې کښې خپله برخه ورکړي ـ مننه

https://translate.google.com/community

feedback

 
;